د پروان تخنیکي او مسلکي آمریت اړوند بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیسته
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د دوو استادي بستونو لپاره د متخصصو او مسلکي کسانو د جذب په موخه رقابتي ازموینه واخیسته.
په دې ازموينه کې له شلو(۲۰) زياتو کسانو ګډون درلود.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل ټينګار کوي چې د یادې ادارې د استادانو او کارکوونکو د استخدام پروسه بايد د ازادې سيالۍ له لارې ترسره شي.