د ولایتي آمرینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۲:۵۴
دیدار با آمرین ولایتی

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د دغې ادارې له يو شمېر ولایتي آمرینو سره په ليدنه کې د هغوى ستونزې واورېدې.

په دغې کتنه کې د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر شمس الرحمن سعادت د نورو آمرینو  په استازیتوب خبرې وکړې.

نوموړي د ولايتي آمریتونو د ارتقاء په اړه وړانديزونه وړاندې کړ او همدارنګه د آمرینو لپاره يې د وسايطو د اختصاص غوښتنه وکړه.

ښاغلي شهامت د ټولو وړاندیزونه او ستونزې واوریدې او لازمې لارښوونې یې وکړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست دغه راز د ولایتي آمرینو څخه وغوښتل چې د جهاد او عبادت په نيت سره ددغې ادارې د اهمیت ثبات لپاره کار وکړي .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS