د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو د فعالیتونو په اړه لنډ راپور

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۳:۷
خبر کوتاه

غزني

د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي شیرمحمد عمري د یاد ولایت د پوهنې له رئیس سره وکتل.

په دې کتنه کې د دغه دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په هکله خبرې وشوې.

د غزني د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د یاد ولايت د پوهنې له رياست څخه وغوښتل چې د دغه ولايت په مسلکي ښوونځيو او انسټیټونو کې د زده کوونکو او زده کړیالانو په جذب کې همکاري وکړي.

کنړ

د کنړ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي شاکرالله الکوزي د یاد ولایت د شیګل ولسوالۍ د تخنیکي عالي لېسې څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي الکوزي د شیګل ولسوالۍ د تخنیکي عالي لېسې د بیارغاونې له بهیر څخه د کتنې پرمهال د دغه لېسې اداري او تدریسي چارې هم وارزولې.

نوموړي دغه راز د شيګل ولسوالۍ د پوهنې له رئيس سره د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کوونکو او زده کړیالانو د جذب د زياتوالي په برخه کې د همکارۍ په اړه هم خبرې وکړې.

کندز

د کندز د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د اسلامي امارت مجاهدینو ته روزنیز کورس په لاره اچولی دی.

د کندز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر فرید احمد لکڼ خېل وايي، د اسلامي امارت د هغو مجاهدینو لپاره چې په دولتي بستونو کې ګمارل شوي، د روزنیزو کورسونو جوړول یې لومړیتوب دی.

په دغه روزنیزو کورسونو کې د کمپیوټر، اداري او انګلیسي ژبې مهارتونه تدریس کیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سږ کال د اسلامي امارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او مجاهدینو د ظرفیت لوړولو په موخه په ۸ ولایتونو کې څه باندې دوه زره کسانو ته لنډ مهاله روزنیز کورسونه جوړ کړي دي.

لوګر

د لوګر د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت پلاوي د یاد ولایت د کرنې او وترنرۍ له انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.

نوموړي پلاوي د لوګر د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ اداري او تدریسي چارې وڅېړلې او د وضعیت د ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS