د هرات له تخنیکي انستیتوت څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو پلاوي لیدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۹:۵
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د هرات ولایت د زده کړې مرکزونو د کتلو په دوام کې، د دغه ولایت د مرکز له تخنیکي او مسلکي انستیتوت څخه لیدنه وکړه.

دغه پلاوي د یاد ښوونیز مرکز ټول اسناد وڅېړل، او د چارو د سمون لپاره یې مسؤلینو ته اړینې لارښونې وکړې.

همدا اوس د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې پلاوی د تخنیکي او مسلکې زده کړو مرکزو د څېړلو لپاره په هرات ولایت کې دی، په پلان کې ده چې دغه پلاوی نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي.

ولایتونو ته د ادارې د پلاوي د سفر موخه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت څېړل او د هغوی د ستونزو حل کول ګڼل شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS