د ننګرهار مرستیال والي سره د مفتي فضل الرحمن فاضل لیدنه او خبرې اترې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۴:۱۹
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولايت مرستيال والي مولوي محمد سعيد بنوري سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

د دغې لیدنې تمرکز په ننګرهار کې د یو شمېر تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ستونزو  حل څرنګوالي یاد شوی دی.

په ورته وخت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال د ننګرهار ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزې له مرستيال والي سره شريکې کړې.

ښاغلي مولوي بنوري په ننګرهار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي مرکزونو  ستونزو د حل ژمنه وکړه.

نوموړي دغه راز د چپرهار د کرنې انسټيټوټ ستونزو د څېړلو په موخه يوه با صلاحيته کمېټه هم وګمارله، ترڅو د یاد ښوونيز مرکز ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS