د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت برښنايي موټر جوړوي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۹:۳۵
د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت داسې طرحه جوړه کړې، چې له مخې به یې په نړیوال معیار برابر برښنایی موټر جوړ کړي.

د ننګرهار د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر فضل الباري نصرت د یاد ولايت تخنيکي او مسلکي مرکزونو د يو شمېر استادانو په شتون کې د دغه طرحې عملي کېدو څرنګوالي په اړه د ننګرهار ولايت له مرستيال والي محمد رباني ناصح سره خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې د ننګرهار تخنيکي او مسلکي آمر وويل«د برښنايي موټر د جوړولو طرحې پر بنسټ به دغه موټر د لمريزې انرژۍ په وسيله چلېږي او د اتو مسافرو ظرفيت به ولري».

ښاغلي نصرت دا هم وویل، چې د دغه موټر ټولې پرزې به د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو په آمریت کې جوړې شي.

د ننګرهار ولايت مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د برښنايي موټر د جوړولو  طرحې د ستاينې پر مهال؛ نوموړي د دغه طرحې د عملي کېدو په اړه د ننګرهار د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولينو ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS