د نابینایانو انسټیټوټ له زده کوونکو سره د یوې خیریه مؤسسې له خوا نغدي مرسته وشوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۰:۵
tveta

په کابل کې یوې خیریه مؤسسې د روښان زړو/نابینایانو انسټیټوټ له دوه سوه زیاتو زده کوونکو سره نغدي مرسته وکړه.

په کابل کې د روښان زړو/ نابینایانو انسټیټوټ آمر انجنیر نورمحمد فیضي د دغه انسټیټوټ پر زده کوونکو د پیسو د ویش پرمهال وویل، چې هر محصل ته ۱۱۰۰ افغانۍ ویشل شوي دي.

ښاغلي فیضي دا هم وویل چې هڅه کوي د نابینایانو انسټیټوټ محصلینو ته لا زیاتې مرستې راجلب کړي.

له بلې خوا د کابل ولايت تخنيکي آمر رفيع الله حبيبي د انجنير فيضي هلې ځلې وستايلې او زياته يې کړه چې نابینایان د ټولنې وړ قشر دی او بايد ورته زياته پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS