د میدان وردګ د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له خوا فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۲۵
TVETA

د میدان وردګ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له لوري د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د محصلینو د څوارلسمې دورې فراغت غونډه جوړه شوه.

په دې مراسمو کې د سیمه ییزو چارواکو تر څنګ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست محترم مولوي غلام حیدر شهامت او د چارو ادارې رئیس شیخ نورالحق انور هم ګډون کړی و او وینا یې هم وکړې.

نوموړو په یاد پروګرام کې د خپلو ویناوو په ترڅ کې فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې هم وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پروګرامونو څخه ملاتړ کوي.

په همدې حال کې دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په دغو مراسمو کې د یادې ادارې ځينې لاسته راوړنې هم بيان کړې .

په ورته وخت کې د چارو ادارې لوی رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پروګرامونو څخه د ملاتړ ترڅنګ زیاته کړه چې تخنیکي او مسلکي زده کړې د هېواد د پرمختګ او ودې لامل کېږي.

د دې مراسمو نورو ويناوالو په اقتصادي وده کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر رول د ټينګار ترڅنګ د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له فارغانو وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ لپاره لا زيات زیار او کوښښ وکړي.

د مراسمو په پای کې فارغانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او غونډه په دعایې پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۶
Background image

د «بذري تخمونو تولید» څانګې د نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پیل شو

د «بذري تخمونو تولید» نوې څانګې د تعلیمي نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو په موخه دېرش ورځنی تخصصي ورکشاپ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د اړوندو ادارو د متخصصینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۳۵
Background image

د ننګرهار له ټولګټو چارو ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسئولین وایي، چې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او لا زیاتې همغږۍ په موخه یې د دغه ولایت له ټولګټو چارو ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره کړې ده. په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته ښوونیز وسایل وسپارل شول

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین وايي، چې د ولایت مقام له لوري یو شمېر ماشینونه او ښوونیز تجهیزات د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته وسپارل شول. په همدې لړ کې، د. . .

BACK TO NEWS