د میدان وردګو ولایت د ځانګړو زده کړو مسلکي لیسې زده کوونکو ته قرطاسیه توزيع شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۰:۲۹
TVETA

په میدان وردګو ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې د یاد ولایت د ځانګړو زده‌کړو مسلکي لیسې زده کوونکو ته یې قرطاسیه او نور ښوونیز توکي ویشلي دي.

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا، په دغو توکو کې کتابچې، بکسه، قلمونه او نور ښوونیز توکي شامل دي چې دغه توکي د یو تن هیوادوال لخوا د ځانګړو زده کړو مسلکي لیسې زده کوونکو ته وویشل شول.

اوس مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په هیواد کې ۲۰ د ځانګړو زده کړو ښوونیز مرکزونه لري چې په یادو مرکزونو کې د لید او اوریدلو معلولیت لرونکو کسانو ته مسلکي زده کړې ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم يو شمېر سوداګرو او خيريه بنسټونو د ځانګړو زده کړو مرکزونو کې خوراکي او ښوونیز تجهیزات وېشلي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS