د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې له جوړ شوي موټر څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۸:۱
موټر څخه لیدنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت سره یو ځای د یادې ادارې د نوښت په مرکز کې له جوړ شوي موټر څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي ندیم د دې موټر جوړونکي په نغدي جوايزو سره يې وستايل.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه د نوښتګرو  ځوانانو د ملاتړ له امله مننه وکړه.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت مرکز د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ په موخه جوړ شو. چې تر اوسه په دغه مرکز کې یو موټر جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS