د لغمان ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د ودانۍ سیم‌ غځونې په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۲:۱۲

د لغمان ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د ودانیو سیم‌ غځونې د څرنګوالی په اړه عملي زده کړه ترلاسه کړه.

دا درسي جلسه د عملي مهارتونو زده‌کړې په موخه د لارښود استاد تر څارنې لاندې په یوه ودانۍ کې ترسره شوه او پکې د زده‌کوونکو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل شول.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د زده‌کړو لویه برخه عملي ده؛ له همدې امله فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشرتابه هم تل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د عملي زده‌کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS