د لغمان ولایت اړوند قرغيو کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې زده کونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۰:۴۷

د لغمان ولایت اړوند د قرغيو کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې لسم ټولګي زده کونکو ته د بیلابېلو "زینتي بوټو" د کرلو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې، زده کونکو ته د "زینتي بوټو" د کښت او پاملرنې د څرنګوالي په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل.

دغه راز استاد په دې درسي جلسه کې ټینګار وکړ چې زینتي بوټي هغه بوټو ته ویل کېږي چې په سرپوټي ځایونو لکه کورونو، دفترونو او نورو کې وده کولی شي او معمولا د زینتي موخو، مثبت رواني اغیزو، یا طبي دلیلونو لکه د ساختمان دننه هوا پاکولو لپاره ورڅخه ګټې اخیستلو په موخه کښت او پالل کېږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي درسونو زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS