د لغمان تخنیکي او مسلکي لېسې زدهکوونکو ته د ودانیو د لاینکشۍ په اړه عملي روزنه ورکړل شوه
د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زدهکوونکو د عملي زدهکړو په چوکاټ کې د ودانیو د لاینکشۍ په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې هغوی ته د برېښنا پایپونو څخه د لاینونو ایستلو او بدلولو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
په همدې حال کې زدهکوونکي د عملي زدهکړو د ترسره کېدو مننه او قدردانی کوي او وايي چې دغه زدهکړې هغوی د کار بازار ته د داخلېدو لپاره چمتو کوي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا او پراختیا ټينګار کوي.
