د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د کرنې انسټيټوټ
د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د کرنې انسټيټوټ په ۱۳۹۱ هجري لمریز کال کې د لیسې په سطحه تاسیس شو، او په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د انسټیټوټ په کچه وده ورکړل شوه، چې د لسم(۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د ( لیسې او انسټيټوټ دوره) کې د کرنې په څانګه کې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.
اساسي ( زیر بنایی ) معلومات:
دغه انسټيټوټ د پنځه جریبه ځمکې په درلودو تر اوسه یې ودانۍ جوړه شوې نده د پوهنې د عمومي تعلیماتو په تعمیر کې خپل تعلمي چارې پر مخ وړي.
د جوړښت اړوند معلومات :
د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د کرنې انسټيټوټ په ټوله کې (۹) تنه کارکوونکي لري، چې (۴) تنه استادان، یو تن آمر، (۱) تنه اداري کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.
د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:
دا انسټيټوټ (۴) تنه استادان لري چې ټول یې د نارینه له طبقې څخه دي.
تحصیلي څانګې:
د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د کرنې انسټيټوټ یوه (۱) څانګې ( کرنې څانګه) لري او (۱۶۱) تنه متعلم او محصل په دې انسټيټوټ کې په یادې څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.
بدل اعاشه:
دغه انسټيټوټ (۱۶۱) تنه متعلمین او محصلین لري چې له دې جملې څخه (۵) تنه یې د بدل اعاشې په لیست کې شامل دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.
دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.