د فراه تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ زده کړیالانو له نوښتونو څخه لیدنه وکړل شوه
د فراه ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر ښاغلي علي جان ظاهري د فراه مرکز د تخنیکي او مسلکي زده کړو له انسټیټوټ د برښنا انجنيري او ساختماني انجنيري زده کړیالانو له عملي کارونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د برښنا انجینرۍ او ساختماني انجینرۍ زده کوونکو او زده کړیالانو خپل نوښتونه نندارې ته وړاندې کړل.
دوی د خپلو عملي زده کړو په ترڅ کې له لومړینو امکاناتو څخه په استفادې دوه د بادي توربینونه، یو د اوبو توربین، یو عدد منتاژ پل، یو عدد برښنایی بخاري، یو لیول دستګاه او یو آبشار جوړ کړی دی.
نوښتګر زده کوونکي او زده کړیالان وايي، که امکانات او خام مواد ورته برابر شي، د معياري امکاناتو او وسايلو د جوړولو توان لري.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر ژمنه وکړه چې د خامو موادو برابرولو لپاره به هڅه وکړي.