د فاریاب د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېده
د فاریاب ولایت د مسلکي ښوونځیو او انسټیټونو د ۳۵ تنه آمرینو، تدریسي مدیرانو او سرښوونکو لپاره څو ورځنی ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسیده.
دغه ورکشاپ د پلان جوړونې، د اداري چارو په پرمختګ کې د پلان اهمیت او اغېزمنتیا، د راپور لیکلو طریقې او راپور ورکولو په اړه وو.
د فارياب ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي غلام ولي همت یاد ورکشاپ مهم وباله او له تنظيموونکو يې مننه وکړه.