د فارياب په قرغان ولسوالۍ کې د کثيرالرشتوي لېسې زده کوونکو له خوا د پالک بوټي تنظیم شول
د فارياب قرغان ولسوالۍ د "شاکر کارګر" د کرنې عالي لېسې د کرنې څانګې د يوولسم ټولګي زده کوونکو د عملي زده کړو په ترڅ کې پالک د بوټو د کښت څرنګوالی زده کړ.
د قرغان ښار کثیرالرشتوي عالی لیسې ښوونکي محمد انور عزیزي د بوټو تنظیمولو پر مهال زده کوونکو ته هغه تخم چې د کښت وړ وي د ځمکې چمتو کولو د لارو چارو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او د زده کوونکو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر 60% سلنې زیاتې زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
د مسلکي او ماهر کاري ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو موخو څخه دی.