د فارياب مرکز د کرنې او وترنري انسټیټوټ څارنه او د کثیرالرشتوي خان چهارباغ عالي لېسې په اړه عامه پوهاوی ورکول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۱۲:۱۹
فاریاب

د فاریاب ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امرتی د څارنې پلاوي د دغه ولایت په مرکز کې د کرنې او وترنرۍ په انسټیټوټ کې د تدریس وضعیت وارزاوه.

 دغه پلاوي د نصاب او تدریسي لایحو د غوره پلې کیدو لپاره اړین لارښوونې وړاندې کړي.

په ورته وخت کې د فاریاب تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت څارنې پلاوي له استادانو وغوښتل چې د عملي او نظري کارونو په ترسره کولو کې له دقت څخه کار واخلي تر څو د امکان تر حده ښه والی راشي.

دغه پلاوي د فارياب کرنې او وترنري انسټیټوټ د ډیپارټمنټونو امرینو ته لارښوونه وکړه چې ممتاز زده کوونکي زده کړیالان چې نوښتونه ولري وروپېژني.

د خان چهارباغ د کثیرالرشتوي عالي لېسې امر او قومي مخورو ترمنځ خبرې او اترې وشوي.

د فارياب تخنيکي او مسلکي زده کړو امریت د لارښوونې له مخې د خان چهارباغ د کثیرالرشتوي لېسې امر محمد نعيم "لبيب" له علماوو، مخورو او کليوالو سره په کتنه کې د دغې لېسې پر موخو او فعاليتونو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې په خان چارباغ کې د کثیرالرشتوي لېسې د ودانۍ او ترمیم لپاره د ځمکې پر ټاکلو هم خبرې وشوې.

د غونډې ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له موخو څخه ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې زده کوونکو د جذب په برخه کې به همکاري کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS