د غزني په زراعت او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د یو پسه بریالی عملیات ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۹:۸

د غزني ولایت د زراعت او وترنرۍ انسټیټیوټ استادانو او محصلینو د یوې عملي روزنیزې جلسې په ترڅ کې وتوانېدل د یو پسه چې د پلاستیکي موادو خوړلو له امله یې د هاضمې سیستم بند شوی و په بریالیتوب سره عملیات کړي.

په دې عملیات کې پلاستیکي مواد د حیوان له کولمو څخه وایستل شول او روغتیايي وضعیت یې ښه شو.

د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې ډول عملي پروګرامونو پلي کول د محصلینو د مسلکي مهارتونو په لوړولو کې مهم رول لري او هغوی د حیواني روغتیا په برخه کې د واقعي ستونزو د حل لپاره چمتو کوي.

د هغوی په وینا، د پلاستیکي کثافاتو خوړل په حیواناتو کې د هاضمې د ستونزو یو مهم لامل دی او په دې برخه کې عامه پوهاوی کولای شي د احتمالي تلفاتو او اقتصادي زیانونو مخه ونیسي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د زده‌کړو ډېره برخه عملي ده، له همدې امله زده‌کوونکي له فراغت وروسته په کاري بازار کې د کار موندلو او شغل رامنځته کولو وړتیا ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۱۹
Background image

د خدماتي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټورېزم او هوټلدارۍ انسټیټوټ له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ ریاست په مرسته، د خدماتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۹:۸
Background image

د غزني په زراعت او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د یو پسه بریالی عملیات ترسره شو

د غزني ولایت د زراعت او وترنرۍ انسټیټیوټ استادانو او محصلینو د یوې عملي روزنیزې جلسې په ترڅ کې وتوانېدل د یو پسه چې د پلاستیکي موادو خوړلو له امله یې د هاضمې سیستم بند شوی و په. . .

BACK TO NEWS