د غزني د تخنيکي مرکزونو آمرینو او ښوونکو د قره باغ ولسوالۍ له مشرانو سره وکتل
د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي آمریت مسوولینو او استادانو د قره باغ ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو او علماوو سره وکتل.
په دې کتنه کې د قره باغ کثیرالرشتوي انسټیټوټ آمر محمد شفیق نوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ارزښت په اړه خبرې وکړې. ښاغلي نوري وویل، تخنیکي او مسلکي زده کړې د هېواد د پرمختګ او پر ځان بسیاینې لپاره مهمې دي.
په دې غونډه کې ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ملاتړ ژمنه هم وکړه.