د شکردرې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي لېسې وضعیت وڅېړل شو

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د دغې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس سره مل د کابل په ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه د څارنې په لړ کې د کابل ولايت د شکردرې ولسوالۍکثيرالرشتوي لېسې څخه لیدنه وکړه.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د شکردرې کثیرالرشتوي لېسې عمومي وضعیت و ارزاوه.
تر اوسه د کابل په څو ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څو مرکزونو وضعیت څېړل شوی دی.
په پام کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه په نورو ولسوالیو او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت وڅیړي.