د زرمت پکتیا میخانیکي لیسې د زده کوونکو فراغت غونډه ترسره شوه
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د میخانیکي ليسې د زده کوونکو فراغت غونډه ترسره شوه.
په دې مراسمو کې قومي مشرانو او د زده کوونکو والدینو ګډون کړی وو.
د زرمت میخانیکي لیسې آمر محمد نعیم عارف زده کوونکو ته د فراغت مبارکي وویله او هغوی یې وهڅول چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د مراسمو په دوام کې د یادې لېسې د زده کوونکو لاسته راوړنې او نوښتونه هم نندارې ته وړاندې شول.