د ریل پټلۍ نصاب د تدوین ورکشاپ پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱۳
 خط آهن

د ریل پټلۍ د انسټیټوټ د نصاب د تدوین او پراختیا ۳۰ ورځنی ورکشاپ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نصاب په ریاست کې پیل شو.

په دې ورکشاپ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ۱۰ تنه استادان او د ریل پټلۍ پنځه تنه کارکوونکي ګډون لري.

د دغه ورکشاپ ګډونوال د ۳۰ ورځو په موده کې د ریل پټلۍ د انسټیټوټ د تعلیمي نصاب په تدوین او پراختیا کار کوي.

 په پام کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ریل پټلۍ له ادارې سره په همغږۍ د ریل پټلۍ یو انسټیټوټ جوړ کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS