د روان کال د سلواغی له ۱۴ تر ۱۵ د ولایتی پلان او راپور ورکولو دوه ورځنې ورکشاپ دایریدل

media_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۹:۵۸
tveta24

د تخنیکې او مسلکې زده کړو اداری ولایتی چارواکو لاسته راوړنو د ارزونې په منظور ولایتی پلان او راپور ورکول او همدارنګه د نوموړی ادارې د راتلونکو پلانونو او برنامو پلي کولو په پار کابل ښار کې د دوه ورځو لپاره ورکشاپ دایر شو.

په دغه دوه ورځنې ورکشاپ کې د ادارې مشرتابه، مرکزی چارواکو او د هېواد د ۳۴ ولایتونو تخنیکې آمرینو ګډون درلود چې د ولایتونو د تخنیکي آمرینو د دندو راپور واورېدل شو او د راتلونکي کال د پلانونو د پلي کیدو څرنګوالي په اړه بحث و شو.

د اکاډمیکو چارو مرستیال عبدالحمید اکبر، د برنامې په لومړۍ ورځ ټینګار وکړ چې زموږ د کړنو ارزونه باید د پایلو پر بنسټ ترسره شي او پلي کیدنه یې باید د وړاندیز شوي پلانونو سره سم ترسره شي. هغه زیاته کړه چې ولایتي برنامې او کړنې باید د اړوند ولایت اقتصادي او ټولنیز وضعیت سره سم تنظیم شي او ولایتي چارواکي یې د پلي کیدو لپاره هڅې وکړي.

په ورته ډول د ادارې پلانونو، د لګښتونو قطعیه او ولایتی پلان، د برنامو پلي کولو او راپور چمتو کولو څرنګوالۍ او د ملکې خدمتونو کارکوونکو د کړنو د ارزونې نوی میتود او د ولایتی پلان د پلې کیدو په اړه راپور ورکولو په اړه د اړونده چارواکو له خوا بحث وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

د افغانستان اسلامي جمهوریت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ایـران اسـلامي جمهـوریت د اسلامي آزاد پوهنتون ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک کول (واحد کابل- افغانستان)

د تخنـیکي او مسلـکي زده کـړو د ادارې مشرې، میرمن ندیمه سـحر، د پنجشنبی ماسـپښـین د اسـلامي آزاد پوهنـتون د نـړیـوالـو چـارو مرستـیال ډاکټر علاءُ‌الـدین بورجـردي سـره هوکړه لیک لاسلیک کړ. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۱۲:۳۴
Background image

ملت ته د دولت حساب ورکونې برنامې کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کړو ژمنو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو راپور وړاندې کول

اطلاعاتو او حکومت د رسنیو مرکز کې ملت ته د حساب ورکولو په برنامه کې د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې رهبری ګډون، چې په دریو مهمو برخو يې خبری وکړی...

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د روان کال د سلواغی له ۱۴ تر ۱۵ د ولایتی پلان او راپور ورکولو دوه ورځنې ورکشاپ دایریدل

د تخنیکې او مسلکې زده کړو اداری ولایتی چارواکو لاسته راوړنو د ارزونې په منظور ولایتی پلان او راپور ورکول او همدارنګه د نوموړی ادارې د راتلونکو پلانونو او برنامو پلي کولو په پار کابل ښار. . .

BACK TO NEWS