د حصه اول کوهستان کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ زده کوونکو ته د شاتو مچیو د پالنې په اړه د عملي زده کړو بهیر

د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان کرنې او وترنري انسټیټوټ زده کوونکو ته د یاد ښوونیز مرکز د عملي زده کړو په چهار چوب کې د شاتو مچیو د روزلو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد زده کوونکو ته د د شاتو د مچیو د کندو او د صندقونو بدلولو په اړه هر اړخیز معلومات هم وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.