د جیوډیزي او ساختماني انسټيټوټ محصلینو د افغان ملي ماڼۍ څخه لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۳:۲۵
TVETA

د کابل ولایت د جیوډیزي او ساختماني انسټيټوټ محصلینو د یوه علمي سفر په ترڅ کې له افغان ملي ماڼۍ څخه چې تر اوسه یې د جوړونې پروسه تر کار لاندې ده، لیدنه وکړه.

نوموړو په یادې درسي جلسه کې په بیلابیلو ساختماني موضوعاتو لکه، د ساختماني موادو د کارولو څرنګوالی، لیول کول او د ساحې سروې کولو په اړه روزنه ترلاسه کړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS