د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې مشری میرمن ندیمه سحر د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۰:۲۲
tvet21

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشری ندیمه سحر د مخکینۍ لیدنې په لړ کې، د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ عمومي سرپرست ښاغلي عثمان کاپاک تیپه، جیهاد دمیرلی د مدیره پلاوي غړی، شاکر وایووت په افغانستان کې د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ رئیس او صهیب غفاري په کابل کې د ترکیې ددغه بنسټ د دفتر رئیس سره وکتل.

پدې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو رامینځته کولو، د کار بازار غوښتنې، د زده کونکو ظرفیت لوړونې او  تخنیکي او مسلکي زده کړو استادانو او عمومي پالیسیو په اړه بحث وشو.

د دې بنسټ چارواکو په ځانګړي ډول لاندې مسایلو باندې بحث وکړ او په دې برخو کې د ترکیې د ښوونې او روزنې وزارت د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه:

۱. په افغانستان کې د تخنیکې او مسلکې زده کړو لپاره د روزنیزو مرکزونو جوړول؛

۲. د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ښوونکو ظرفیت لوړول او په ترکیه کې د زده کوونکو د زده کړو دوام؛

۳.  افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو او  ترکيی د تخنیکې او مسلکې زده کړو ترمنځ د کار بازار د اړتیاوو سره سم د همغږۍ رامینځته کول؛

۴. په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو بډایه کولو لپاره د دوست هیواد ترکیی تخنیکي او مسلکي زده کړو سیسټم څخه د لیدنې زمینه برابرول؛

په افغانستان کې د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ چارواکو زیاته کړه: د هغه هیواد د ښوونې او روزنې د ستراتیژۍ له مخې په پام کې ده چې تر ۲۰۲۳ کال پورې په  بېلابیلو هیوادونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه  ۴۰٪  لوړ کړي. له همدې امله، موږ د دې موخو ترلاسه کولو هڅه کوو او زموږ یو له  موخو څخه په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه جوړول دي.

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشری ندیمه سحر د دې بنسټ چارواکو ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت پرمختیايي موخو تشریح کولو پر مهال وویل: د مرکزونو پراختیا، د تخنیکي او مسلکي زده کړې کیفیت کې پرمختګ، د انسانی پانګو تولید، د بیوزلۍ کمول، د کار آسانتیا او د افغانستان د کار بازار څیړل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مهمی او ستراتیژیکې موخې او د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د لومړیتوبونو څخه دی .

میرمن سحر زیاته کړه: افغانستان په یو مهم او تاریخي مرحله کې دی او د سولې پروسه د دې مرحلې د څرخیدلو نښه ده. پدې توګه تخنیکي او مسلکي زده کړی د اقتصادي ودې او عامه هوساینې بنیاد په حیث کولی شي د سولې پروسې په ګډون او په ټولو ملي برنامو کې ګټور دی. په افغانستان کې تخنیکي او مسلکي زده کړی د انسانی پانګو تولید، دندو رامنځته کولو او اسانتیا سرچینه ده.

میرمن سحر وویل: پداسې حال کې چې د دوست هېواد ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ لخوا وړاندیز شوي پروګرامونه په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پرمختیایی موخو سره ورته والی لری، موږ یې تود هرکلی کوو او د عملي کاري میکانیزم جوړولو غوښتوونکی یو چې د ګډو موخو ترلاسه کولو لپاره عملي ګامونه پورته شی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۶:۱۰
Background image

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداری او د لویانو روزنې ملي مؤسسی (انافي) ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کول

د تخنیکي او مسلکي زده کړو رییسه میرمن ندیمه سحر او د انافی مؤسسی رئیس ښاغلي عبدالبشیر خالقي نن سهار د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. د دې تړون لاسلیک کولو موخه په نیمه رسمي او غیر رسمي تخنیکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۰:۳۶
Background image

د افغانستان د نندارتون په مرکز کې د اووم تحصیلی نندارتون ترسره کول

د تحصیلي مؤسسو اووم نندارتون د افغانستان د نندارتون په مرکز کې د ۴ ورځو لپاره دایر شو. د دې نندارتون د جوړولو موخه د تحصیلی مرکزونو د محصلینو له لاسی صنایعو سره د زده کوونکو او محصلینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د افغانستان د هنرونو او معمارۍ غیر انتفاعي انستیتوت د فعالیتونو د دوام په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او فیروز کوه مؤسسی ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک کول.

میرمن ندیمه سحر، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیسه او د فیروز کوه مؤسسی مشرې میرمن شوشانه شټوارټ نن سهار د همکاریو  یو هوکړه لیک  لاسلیک کړ. د دغه هوکړه لیک لاسلیک کولو موخه د عامه. . .

BACK TO NEWS