د تخنیکي او مسلکي زده کړو مشرې ندیمه سحر د کاپیسا ولایت له والي ښاغلی عبدالطیف مراد سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۴:۶
tveta13

د تخنیکي او مسلکي زده کړو مشری میرمن ندیمه سحر نن سهار په خپل کاری دفتر کی د کاپیسا له والي ښاغلی عبدالطیف مراد سره وکتل.

ښاغلي عبداللطیف مراد، د ښوونځیو او انسټیټونو ودانۍ، د لیلیې ودانۍ نشتوالی، د تعلیمي مرکزونو بیارغونه، د انسټیټونو عملي شاپونو سمبالول، د زده کونکو او ښوونکو تعلیم لوړول او همدارنګه د درسی کتابونو تهیه کول هغه موضوعات وو چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مشرې ندیمه سحر سره یې شریک کړل.

آغلې سحر د کاپیسا په ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ستونزو شریکولو له امله د ښاغلي عبدالطیف مراد څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په چوکاټ کې د دې اړتیاوو د پوره کولو لپاره جدي هڅه کوي. هغې زیاته کړه: د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مدیریت څلور اساسی اصول چې د کیفیت ښه کول، د خلکو برخه اخیستنه، سازمانی مدیریت او مادام العمر زدکڔه ده چې د ملي اجنډا یوه برخه تشکیلوی، او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د دې موخو ترلاسه کولو لپاره په کلکه توګه کوښښ کوي.

میرمن سحر په دې ټینګار وکړ چې د زیربناوو ستونزې ټول شموله دي، هغې هیله څرګنده کړه چې په ۱۴۰۰ مالی کال کې به دغه نیمګړتیاوی را کمې کړی. هغې زیاته کړه: د زیربنایی ستونزو حل او د تخنیکي او مسلکي زده کړی مرکزونو تجهیز کولو په اړه د جمهوری ریاست، عملیاتی ادارې سره هوکړې ته رسیدلي، او دا ننګونې به په ۱۴۰۰ مالی کال کې حل شي. د ټولو ولایتونو د بودجې تخصیص او تشکیل ستونزه هم به د مالیې محترم وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو محترم کمیسیون سره په همکارۍ حل شی، چې به پکې د کاپیسا ولایت لپاره ځانګړې برخه په پام کې و نیول شی.

آغلې سحر ټینګار وکړ چې د فارغانو لپاره د دندې رامنځته کول د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له خورا مهمو لومړیتوبونو څخه دی؛ له همدی امله، د ۱۸ څخه ډیر دولتي او غیر دولتي ارګانونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شوی ترڅو زده کوونکي له فراغت وروسته د کار بازار کې شامل شي.

همدارنګه، د (کاربردی علومو) پوهنتون له لارې د لوړو زده کړو چمتو کولو، سیمینارونو او ورکشاپونو په لاره اچولو برخه کې به، د ظرفیتونو لوړولو او علمي لارښود ساحه په راتلونکې کال کې چمتو شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۲
Background image

د ساختمان د سیخ بندۍ په اړه د بلخ ولایت نفتو او ګازو انسټيټوټ د محصلينو د عملي زده کړو بهیر

د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د ساختمان د سیخ بندۍ په اړه په عملي بڼه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۸
Background image

د سرپل ولایت د نفتو او ګازو انسټیټوټ محصلینو ته د نفتي فعالیتونو په اړه روزنه ورکړل شوه

د سرپل ولایت نفتو او ګازو انسټیټوټ د تکنیشن څانګې محصلینو په یاد ولایت کې د انګوت نفتي سیمي ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د نفتي فعالیتونو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په ورته وخت کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۶:۵۷
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس: د مجاهدينو روزنیزې طرحې پلي کیدل يوه ستره لاسته راوړنه ده چې د ا.ا.ا رهبرۍ لوړ مقام له خوا يې تود هرکلی هم شوی.

په تخار ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مديريت پروګرام څخه د نږدې ٨٥٠ تنه مجاهدينو فراغت‌غونډه ترسره شوه. په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس. . .

BACK TO NEWS