د تخنیکي او مسلکي زده کړو مستقلې ادارې سرپرست د ناروې کډوالو شورا له چارواکو سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۱۳:۲۱
ناروی

د تخنيکي او مسلکي زده کړو مستقلې ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د ناروې کډوالو شورا (NRC) له چارواکو سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ناروې کډوالو شورا ترمنځ د تخنیکي او مسلکي زده کړو لنډ مهاله روزنیزو دورو جوړولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیکولو ته چمتوالی وښود.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ټینګار وکړ چې دغه هوکړه لیک باید ستراتیژیک وي او د پروګرامونو ټول جزئیات په کې شامل وي.

ښاغلي شهامت وویل:« د پروګرامونو په پلې کیدو کې باید د هر ډول فساد مخه ونیول شی او روڼتیا تامین شي.»

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغه ادارې ځانګړو زده کړو په برخه کې د ناروې د کډوالو شورا د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ناروې کډوالو شورا مشر پره چیتا شیتي هم د پروژو په پلې کیدو کې پر روڼتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د هوکړه لیک اړوند ټول مسایل به په کې شامل وی.

هغه وويل، د ناروې کډوالو شورا په خپلو پروګرامونو کې په لرو پرتو سيمو کې د کوچنيو سوداګرو ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۰
Background image

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي په اندونیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د یادې ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د مالیزیا د پارلمان له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ رئیس، محترم عبیدالله اخندزاده، د مالیزیا د پارلمان له رئیس، محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت ډیجیټلي سیستم پرانیستل شو

د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت ډیجیټلي سیستم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسؤولینو په حضور کې په دې اداره کې پرانیستل شو. د دغه سیستم. . .

BACK TO NEWS