د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ګمارنې آزموینې په اړه د اداري اصلاحاتو ادارې له مسوولینو سره د مولوي شهامت خبرې اترې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۱۴:۱۶
گفت‌وگوی مولوی شهامت با مسئولان اداره اصلاحات اداری

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له مسوولينو سره د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د استادانو بستونو لپاره د ګمارنې آزموينې د تر سره کېدو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي شهامت په دې آزموینه کې پر روڼتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې عدالت دې تأمین او کار دې اهل کار ته وسپارل شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د غير مسلکي کسانو ګمارل ښه پايله نه لري.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مسوولينو د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د استادانو د ګمارنې په آزموينه کې د روڼتیا د رامنځته کولو په اړه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ. د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۰
Background image

د خوست کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب شوې

د امنیت د تأمین، د عامه شتمنیو د ساتنې او د اداري نظم د ښه‌والي په موخه، د خوست ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې. د دې پروژې په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS