د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ارزونې په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۰:۳۱
روزنیز ورکشاپ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څلورم، پنځم او شپږم بستونو یو شمیر کارکوونکو ته یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

د دغې برنامې موضوع د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کړنو د ارزونې د څرنګوالي معرفي او تشریح کول وو.

تر دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو ریاست د ادارې د پراختیا او  ظرفیت لوړولو آمريت د دغې ادارې کارکوونکو لپاره څو روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.

د دغه پروګرامونو د ترسره کولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو ظرفیت لوړول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS