د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارمندانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۴:۲۲
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د جامعه المصطفی پوهنتون سره په همکارۍ، د یادې ادارې یوشمیر کارمندانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره کړ.

په دې ښوونیز پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د نصاب او نظارت ریاستونو څخه ۱۴ تنه کارمندانو ګډون کړی، چې نوموړي به د درې کاري ورځو په ترڅ کې د «کاربردي روش تحقیق» په اړه روزنه ترلاسه کړي.

د کارکوونکو چارو ریاست د مسؤلینو په وینا، د دې پروګرام د ترسره کیدو موخه په تحقیقي او څیړنیزو برخو کې د کارمندانو د ظرفیت لوړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست تل هڅه کوي چې د یادې ادارې د کارمندانو لپاره د ورته پروګرامونو په جوړولو او پلاره اچولو سره د هغوی د پوهاوي کچه لوړه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS