د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د عبدالستار خواصي له کثیرالرشتوي انستیتوت څخه لیدنه وکړه
ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، په پروان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څېړلو به جریان کې د دغه ولایت د شینوارو په ولسوالۍ کې د عبدالستار خواصي کثیرالرشتوي انستیتوت څخه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د ښوونیز مرکز ټول اسناد وڅېړل، او ښاغلي مفتي فاضل د چارو د سمون په موخه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
مخکې هم هغوی د پروان په ولایت کې یو شمېر نور د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه څېړلي و، په پلان کې ده چې دغه هیأت نور مرکزونه هم وڅېړي.