د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۴ - ۱۶:۳۶
مشرتابه پلاوی غونډه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې  مشرتابه پلاوي غونډه د دغه ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.

ښاغلي احساس په مقدماتي وینا کې د چارو او مسوولیتونو په غوره توګه ترسره کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې خلکو ته سپارل شوې دندې امانت دي او پر وخت ترسره کول یې یوه فریضه ده.

هغه له رئیسانو وغوښتل چې خپل مسوولیتونه په پوره همغږۍ او دقت سره سرته ورسوي.

ورپسې د مشرتابه پلاوي د تېرې غونډې پرېکړې تعقیب او اړونده مسوولینو د ترسره شویو کړنو په هکله راپور وړاندې کړ.

د غونډې په دوام کې د اجنډا له مخې د غیر مالیاتي عوایدو سرچینو په هکله د چارو ادارې د پوښتنلیک او د تیر کال د لاسته راوړنو د راپور ورکولو څرنګوالي په اړه بحث وشو او ددغه دوه موضوع ګانو د تعقیب لپاره دوه کمیټې وټاکل شوې.

د غونډې په پاى کې د ادارې د حقوقي قضایاوو د تعقيب په موخه د يوه کارکوونکي د ګمارنې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د دغه یست لپاره دې يو مسلکي او باوري کس وګمارل شي.

غونډه د خیر په دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS