د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د ۱۴۰۳ ه ش کال د پیل مراسم ترسره شول!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۴:۲۴
tveta

د ۱۴۰۳ هجري لمریز نوي تعلیمي کال پیل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د حکومت د کابینې یو شمیر وزیرانو او غړو په کې ګډون کړی وو په منظم شکل تر سره شول.

ياد مراسم د قرانکريم په تلاوت سره پيل شول چې د مراسمو لومړی وينا د آزموینو ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني وکړه. نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې لاسته راوړنې وستايلې. او ويې ويل: تخنیکي او مسلکي زده کړې په اقتصادي ځان بسیاینه کې خورا مهم رول لري او دا زده کړې باید په هېواد کې نورې هم پیاوړې شي.

ښاغلي حقاني وويل: ځوانان بايد د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ترلاسه کولو سره هېواد له نورو سره سيال کړي.

د مراسمو په دوام  د مهاجرینو چارو وزیر ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني وینا وکړه او ویې ویل: د ځوانانو د روزلو په برخه کې باید زیاته پانګونه وشي. د مهاجرینو چارو وزیر زياته کړه؛ له اوسني وضعیت څخه وتل يوازې په تخنيکي، مسلکي او حرفوي زده کړو سره کيدای شي، موږ بايد کوښښ وکړو چې ديني او عصري زده کړې په دقت سره وکړو. نوموړي همدا راز وويل: ښوونځي او مدرسې د ټولنې د پرمختګ لپاره دوه مهم ځواکونه دي بايد سالمه ګټه ترې واخيستل شي.

د پروګرام په دوام سره د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معين مفتي محمدطاهر احمد پخپله ينا کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر اهميت ټينګار وکړ او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې د لاسته راوړنو ستاينه يې وکړه.

له بلې خوا د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم په دغه مراسمو کې په خپلو خبرو کې وویل: په هېواد کې بايد په تعلیمي او تحصیلي سکټور کې په کاربردي علومو کې زیاته پانګونه وشي.

ښاغلي اعظم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه د هلو ځلو ستاينه وکړه او وويل: تخنیکي او مسلکي زده کړې باید نورې هم پیاوړې شي، ترڅو هېواد د بریا لوړو پوړیو ته ورسېږي.

د پروګرام په وروستۍ برخه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت وينا وکړه؛ نوموړي د نوي تعليمي کال پيل د «قلم د خوځښت» په نوم ياد کړ او ويې ويل: دغه ورځ ډېره ارزښتناکه او مبارکه ده.

ښاغلي شهامت په دغه مراسمو کې وويل: علم، احساس او ايمان د يوې ټولنې د پرمختګ زنځیرونه دي. ښاغلي شهامت د اسلامي هېوادونو اوسني وضعیت ته په اشارې وويل: د علم د پرمختګ په برخه کې بايد زيات کار وشي.

دغه راز ښاغلي شهامت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تیر يو کال د ځينو لاسته راوړنو یادونه وکړ او ويې ويل په پام کې ده چې په هېواد کې د معياري زده کړو مرکزونه جوړ کړي ، له چین سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ګډ مرکزونه په پلان کې دي چې د جوړيدو سره به يې د هيواد بچيان د کار بازار د غوښتنو سره سم زده کړې وکړي.

په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د ۱۴۰۳ هجري لمریز نوی تعلیمي کال د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول په يوه درسي ټولګي کې عملا د تدريس په شروع سره پیل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د میدان وردګو ولایت په چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د موټرسایکل ترمیم لنډمهاله حرفوي پروګرام پیل شو

د میدان وردګو ولایت اړوند د چک ولسوالۍ په کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د موټرسایکل ترمیم برخې لنډ مهاله حرفوي روزنیز پروګرام پیل شو. د دې پروګرام په پرانیست غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

د لغمان ولایت مرکز اوړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د بريښنا څانګې یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د ساختمان د برقی په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کوونکو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۱:۴۹
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا علمي-تحقیقاتي بورډ جوړ شو

د لغمان ولایت اړوند مرکز تخنیکي لېسې د کار بازار او محصلینو ترمنځ د اړیکې د رامنځته کولو لپاره، علمي-تحقیقاتي بورډ جوړ کړ. یاد بورډ د استادانو او یو شمېر محصلینو په ګډون سره جوړ شوی، او. . .

BACK TO NEWS