د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري غونډه جوړه شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۷ - ۱۳:۲۲
tveta214

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه د دغه ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت او مرستیالانو په مشرۍ جوړه شوه.

په دې کتنه کې د زده کوونکو او زده کړیالانو د جذب پر څرنګوالي، د مسلکي استادانو په ګمارني او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده کړه ییزو مرکزونو د ارزونې لپاره د یوې کمیټې د جوړولو په اړه خبرې وشوې.

د غونډې په پيل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال استاد نورمحمد عزيزي د ​​زده کوونکو او زده کړیالانو د جذب په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي. د هغه په ​​وينا، د تېر کال په پرتله په يو شمېر ولايتونو کې د زده کوونکو شمېر زيات شوى دى.

عزيزي زياته کړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په روزنيزو مرکزونو کې د زده کوونکو او زده کړیالانود حذب په برخه کې د همکارۍ په موخه له پوهنې وزارت سره خبرې روانې دي. هغه زیاته کړه، وزارت ورسره د همکارۍ ژمنه کړې او دا کار به د زده کوونکو د شمولیت په زیاتولو کې اغېزمن تمام شي.

دپوهنې وزارت دتخنيکي او مسلکي فعاليتونو دڅانګې د روزنيزو مرکزونو د فارغانو د دندو دڅرنګوالي په دوام کې دغو مرکزونو ته د محصلانو د جلب او جذب په لاره کې د زده کړو معينيت مهم وباله .

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل هم ټينګار وکړ چې د زده کوونکو په برخه کې بايد د کار بازار ته جدي پاملرنه وشي.

ښاغلي فاضل د زده کړیالانو په جذب کې د ولایتي امرین رول مهم وګاڼه او ویې ویل چې دوی باید په دې برخه کې کار وکړي.

د انساني سرچېنو رئيس عبدالوارث سکندري وړانديز وکړ، چې د مسلکي استادانو په ګمارنه کې بايد د رقابتي استادان وګمارل شئ.

ښاغلي سکندري همدا راز وړاندیز وکړ چې د ولایتي امرینو د ګمارنې او د هغوی د کړنو د ارزونې لپاره دې مشخص معیارونه وضع شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست غلام حيدر شهامت د ګډونوالو خبرې واوريدې او ددې ادارې پر کيفيت يې ټينګار وکړ.

نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له چارواکو د لا زياتو هلو ځلو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې په ټولنه کې باید ددې ادارې دریځ ثابت شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۰
Background image

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي په اندونیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د یادې ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د مالیزیا د پارلمان له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ رئیس، محترم عبیدالله اخندزاده، د مالیزیا د پارلمان له رئیس، محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت ډیجیټلي سیستم پرانیستل شو

د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت ډیجیټلي سیستم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسؤولینو په حضور کې په دې اداره کې پرانیستل شو. د دغه سیستم. . .

BACK TO NEWS