د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیسانو او آمرینو لپاره ښوونیز سیمینار وړاندې شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۲۸
روزنیزه سیمینار

د "کارا" موسسې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د یو شمیر رئیسانو او آمرینو لپاره روزنیز سیمینار جوړ کړ.

په دې پروګرام کې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې ۱۷ رئیسانو او آمرینو په کې برخه اخیستې وه، د ارتباطاتو په اړه معلومات وړاندې شول.

د دغه پروګرام په پيل کې سيد مرشد شمسي د کارا موسسې د موخو او برنامو په اړه توضيحات ورکړل او ويې ويل چې دغه موسسه په بېلابېلو اقتصادي برخو کې فعالیت لري.

د دې پروګرام په دوام کې، د ارتباطاتو په برخه کې د تجربو شریکولو سربیره؛ ماسټر ټرینرانو ګډون کوونکو ته د ارتباطاتو د ډولونو په اړه توضیحات ورکړل.

 دا پروګرام ګډون کوونکو ته د سندونو په ورکولو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS