د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۳:۳۶
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اونيزه اصلاحي غونډه د کارکوونکو په حضور کې او د دغې ادارې د برنامو د څيړنې او د کيفيت تضمين رئيس ښاغلي مفتي سيد محسن سادات په وينا سره ترسره شوه.

په دغې ناسته کې یې د علماوو د مکلفیت او مسؤلیت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي سادات څرګنده کړه چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ﷺ) فرمایلي دي: چې علما د انبیا (علیه السلام) وارثان دي او د الله تعالی په نزد د پيغمبرانو وروسته د علماوو مقام لوړ دی.

ښاغلي سادات زیاته کړه، د علماوو مسوولیت ډېر دروند دی او تر ټولو سخته عذاب د هغو علماوو لپاره ده چې په خپل علم عمل نه کوي او خلکو ته الهي پیغام نه رسوي.

نوموړي زیاته کړه چې په نیکو کارونو باندې امرکول او له بدو کارونو څخه د خلکو منع کول د علماوو له مکلفیتونو او مسؤلینو څخه دي.

ښاغلي سادات د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له کارکوونکو هم وغوښتل چې د دغې ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په روزنیزو غونډو او اصلاحي غونډه کې ګډون وکړي.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS