د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال د بودیجې د لګښت په چټکتیا ټینګار وکړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۸:۵۳

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال، محترم مفتی فضل‌الرحمن فاضل، په یوه ناسته کې د یادې ادارې د بودیجې د لګښت پر چټکتیا ټینګار وکړ.

دا ناسته چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ جوړه شوې وه، موخه یې د دې ادارې پروژو د پرمختګ بیاکتنه وه.

په دغه ناسته کې د وړاندې شوي راپور له مخې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروژو ډېره برخه د پلان سره سم پلي شوې ده.

له بلې خوا، محترم مفتي فاضل د مالې او اداري چارو مرستیال هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د عالي اقتصادي کمیسیون د دوهمې پریکړې د پلي کولو په اړه مسئولینو ته لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

په یاده ناسته کې د نورو اړوندو مسایلو په اړه هم بحث وشو او ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS