د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۷

د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه شاوخوا د ۱۲۰ تنو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د بامیان ولایت والي، الحاج قاري گل حیدر شفق، هم ګډون درلود او وینا یې وکړه.

قاري گل حیدر شفق د مجاهدینو فراغت په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له مشرتابه څخه د مجاهدینو لپاره د زده‌کړو زمینې برابرولو په برخه کې مننه او قدردانی وکړ.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې نننۍ نړۍ په چټکۍ سره د علم، پیاوړي اقتصاد او پرمختللې ټکنالوژۍ پر لور روانه ده، او پرمختګ او ځان‌بسیاینه پرته له دې چې پر زده‌کړو او پوهاوي پانګونه وشي، شوني نه دي.

د بامیان والي له فارغ شویو مجاهدینو وغوښتل، چې خپلې زده‌کړې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ په لاره کې وکاروي.

په همدې حال کې، د مرکزي لوړو سیمو زون د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو رئیس، مولانا خالد یعقوبي، وویل چې د مجاهدینو د زده‌کړو طرحې له مخې، د هېواد په کچه په تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو کې د مدیریتي زده‌کړو ترلاسه کولو زمینه برابره شوې ده.

په بامیان ولایت کې د ادارې او مدیریت دغه زده‌کړه‌ییزه دوره  په داسې حال کې پای ته رسېږي، چې تر دې دمه په ټول هېواد کې زرګونه مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه د فراغت اسناد تر لاسه کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۵۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ولایتي مسؤلینو سیمینار پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو رئیسانو او ولایتي آمریتونو پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد. د دې پروګرام په پای غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې محترمو مرستیالانو ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۴۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د عامه پوهاوي پیغامونو لګول دوام لري

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اسلامي ارزښتونو ترویج او ساتنې په موخه د امیرالمؤمنین عاليقدر شیخ حفظه‌الله یو شمېر پیغامونه او ویناوې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نصب کړې. دغه پروګرام. . .

BACK TO NEWS