د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي ولايتونو ته سفر وکړ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۴:۲۳
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څارنې او ارزونې ریاست یوه پلاوي د تعلیمي او تحصیلي چارو د وضعیت د ارزونې په موخه ولایتونو ته سفر وکړ.

په یادو ولایتونو کې نورستان، دایکندي او خوست ولایتونه شامل دي.

نوموړو یادو ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کارکوونکو او مسوولینو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه ترسره کړل. دغه راز د ارزونې نوي فورمونه یې ور وپېژندل او د کارکوونکو پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل.

د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوي چې دغه پلاوي به نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د جومات د جوړولو چارې تر ۳۰ سلنه ډېرې بشپړې شوي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په انګړ کې د جومات د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري او تر اوسه یې د ودانیزو چارو له ډلې تر ۳۰ سلنې ډېر کارونه بشپړ شوي دي. دغه پروژه د دې لپاره پیل شوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۰
Background image

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي په اندونیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د یادې ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د مالیزیا د پارلمان له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ رئیس، محترم عبیدالله اخندزاده، د مالیزیا د پارلمان له رئیس، محترم. . .

BACK TO NEWS