د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د (ژمن چوپړ د برښنا تولیدی شرکت) له مشر سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۱۳:۵
سرپرست اداره

د تخنيکي او مسلکي زده کړو رئيس مولوي غلام حيدر شهامت د (ژمن چوپړ د برښنا تولیدی شرکت) شرکت له رئيس ډاکټر محمد عمران ژمن سره وکتل.

دغه غونډه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او د برښنا توليدي شرکت ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو په موخه جوړه شوه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د یادې ادارې اساسي موخې بيان کړې او د یاد شرکت لپاره يې د مسلکي کارکوونکو د روزلو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه تولیدي شرکت د صنعتي پارکونو د برښنا د وړو او سترو پروژو د تولید په موخه جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS