د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې د جوړ شوي موټر څخه د خصوصي سکټور ملاتړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۲:۲۱
سکتور خصوصی

د هېواد خصوصي سکټور د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې له جوړ شوي موټر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

 د هېواد يو تن سوداګر ذوالفقار ستانکزي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت سره په کتنه کې وويل، چې د ځوانانو له نوښت او ابتکار څخه ملاتړ د ټولو دنده ده.

ښاغلي ستانکزي د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ او هڅونې په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر هڅې وستایلې.

 هغه وويل، چې د نړۍ له مشهورو شرکتونو سره په اړيکه کې دي او هڅه کوي، چې د يادو شرکتونو او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ همکاري رامنځته کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د خصوصي سکټور له ملاتړ څخه مننه وکړه او د یادې ادارې د نوښت په مرکز کې د جوړ شوي موټر په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

 ښاغلي شهامت وویل، چې د موټر ډیزاین په هیڅ ډول بهرنۍ ډیزاین نه دی جوړ شوی او دا د هیواد د ځوانانو بشپړ نوښت دی.

اوس مهال د دغه موټر پر وروستيو پړاوونو کار روان دی او په څه کم دوو اونیو کې به نندارې ته وړاندې شي.

د دې موټر جوړونکی او ډیزاینر انجینر رضا احمدي او همکاران یې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS