د بلخ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د خاورې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه
د بلخ ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د خاورې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس پر مهال محصلینو ته د خاورې، احجارو(ډبرو) او منرالونو په اړه په مفصله توګه توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي تر څو له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار بازار ته جذب شي، له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د یادې ادارې په تعليمي مرکزونو کې د عملي زده کړو بهير لا پياوړی کړي.