د بغلان تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د رویان خصوصي لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۸:۳۶
امضای تفاهنامه همکاری

د بغلان ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د رویان خصوصي لوړو زده کړو موسسې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

 د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به د بغلان ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان په رویان خصوصي لوړو زده کړو موسسه کې په بېلابېلو څانګو کې په ۲۵ سلنه تخفیف سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

 همدا راز د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې د بغلان ولایت  تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د رویان خصوصي لوړو زده کړو موسسه به د علمي څیړنو، د زده کړیالانو کارآموزشی دورې د بشپړولو او د ګډو علمي – فرهنګي برنامو د تنظیم په برخه کې له یو بل سره همکاري کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS