د برښنا بندونو څخه د اوبو او انرژۍ انسټیټوټ محصلینو علمي سیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۶:۲۲
علمي سیر

د عامه برښنا د اوبو او انرژۍ انسټیټوټ د عمومي برښنا څانګې محصلينو د برښنا بندونو د ليدنې په موخه ماهيپر او نغلو ته سفر وکړ.

دوی د دغه علمي سیر په ترڅ کې، هغه د برښنایي دستګاوو، ټرانسفرمرونو او برښنایی وسایلو څخه لیدنه وکړه او ځینې مهارتونه یې زده کړل.

د دغه علمي سیر ترسره کیدو څخه یې موخه د برښنا بند د تجهیزاتو او وسایلو سره آشنا کول دي.

د اوبو  او انرژۍ انستیتوت په ګډون د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰ سلنې زده کړې عملي دي.

تر دې وړاندې هم د انرژۍ او اوبو د انسټیټوټ د برښنا څانګې محصلینو په هېواد کې د برښنا له یو شمېر بندونو څخه لیدنه کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS