د بدخشان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او ناروې کمیټې ترمنځ دوه اړخیزه غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۱:۵۸
TVETA

د بدخشان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر ښاغلي مولوي صیاد عمري په یاد ولایت کې د ناروې کمیټې له ولایتي مسؤلینو سره دوه اړخیزه ناسته تر سره کړه.

یاده غونډه د ګډو همکاریو د پراختیا او د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د ښوونیز پروګرامونو د تطبیق کولو په موخه ترسره شوه.

په دې ناسته کې، په بدخشان ولایت کې د اوریدلو او لید معلولیت لرونکو کسانو لپاره د لنډ محاله حرفوي پروګرامونو د تطبیق کیدو د څرنګوالي په برخه کې د ناروې کمېټې د فعالیتونو د پیل په اړه هم بحث وشو.

د یادونې وړ ده چې د ناروې کمیټه، د هیواد په یوشمیر ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د ځانګړو زده کړو په شمول په بیلابیلو برخو کې همکاري کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS