د اکاډمیکو چارو مرستیال د پروان او کاپیسا ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۱ - ۱۳:۵۶
کاپیسا او پروان

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیکو چارو مرستیال استاد نورمحمد عزیزي دوه ورځني سفر په ترڅ کې پروان او کاپیسا ولایتونو له انسټیټونو او مسلکي ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.

 په دغه سفر کې له ښاغلي عزیزي سره د نصاب او ښوونکو د روزنې رئیس عصمت الله منیر او څارنې او ارزونې رئیس لعل پادشاه فقیرزاده ملتیا کوله.

د اکاډمیکو چارو مرستیال د دغه سفر موخه د پروان او کاپیسا ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ښوونکو او زده کوونکو د ستونزو څېړل او د ازموینو بهیر څخه څارنه وه.

همدا راز ښاغلي عزیزي د دغه سفر په ترڅ کې د پروان له والي ښاغلی مولوی عبیدالله امین زاده او د دغه ولایت د پوهنې له رئیس ښاغلی مفتی محمد حسن حقانی سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو او د پوهنې ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په اړه خبرې وکړې.

د پوهنې رئیس ښاغلي مفتي محمد حسن حقاني ژمنه وکړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د زده کړیالانو لپاره به د پوهنی وسایلو او لابراتوارونو د استفادې زمینه برابره کړي.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستيال دغه ولايت ته د دغه سفر په ترڅ کې د کاپيسا له مرستيال والي ښاغلي مولوي اسدالله سنان سره هم ليدلي او ورسره یی خبرې اترې کړې دي.

په دې کتنه کې د اکاډمیکو چارو مرستیال د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د یو شمېر ستونزو په اړه د دغه ولایت له مرستیال سره خبرې وکړې.

ښاغلي سنان دغه راز د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته د زده کړو د اسانتیاوو په برابرولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS