تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ته اروپایی هیوادونو د علماوو پلاوي ډالۍ ورکړې
د آلمان، ناروې او ډنمارک هیوادونو دینی علماوو پلاوی د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې له سرپرست مولوی غلام حیدر شهامت سره له لیدنې وروسته هغه ته ډالۍ ورکړې.
ښاغلی شهامت هم اسلامي هنرونو یو اثر نوموړي پلاوي ته د ډالۍ په توګه ورکړ.
د آلمان، ناروې او ډنمارک هیوادونو دینی علماوو یوه پلاوی نن د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې له مشرتابه سره وکتل او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې وکړې.