تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو پانګونه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۴:۱۴
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ناروې کميټې له رئیس "تاريا واتر دال" سره وکتل.

په دې کتنه کې د ناروې کمېټې د تخنيکي او مسلکي زده کړو برخې مسوول طارق دانشیار هم حضور درلود.

د ناروې کميټې رئيس په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د لاسليک شوي تفاهم ليک د موادو د تطبيق پر څرنګوالي توضیحات وړاندې کړل.

ښاغلي "واتر دال" څرګنده کړه چې دغې کمېټې تر دم ګړۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په بېلابېلو برخو کې لکه د ښوونکو د ظرفیت لوړولو، روزنیز نصاب، د کاري وسایلو او تجهیزاتو وېش، ځانګړو زده کړو او د ټولګیو د تجهیز په برخه کې همکاري کړې ده.

دغه راز د ناروې کميټې رئيس زياته کړه چې دغه بنسټ د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ ټول لګښت اته ۸۰۰ سوه زره امريکايي ډالرو ته رسيږي.

د دې تر څنګ، د ناروې کمېټې مسوولینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له سرپرست څخه وغوښتل چې د سمپوزیم په تر سره کولو کې دې له دې کمیټې سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې مولوي غلام حیدر شهامت له "تاریا واتر دال" سره په خپلو خبرو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د تفاهم لیک موادو د پلي کېدو په برخه کې د ناروې کمېټې له همکارۍ مننه وکړه.

ښاغلي مولوي شهامت همدارنګه د ناروې کمیټې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د ګډ سمپوزیم د جوړولو په برخه کې د یادې کميتې له غوښتنې هرکلی وکړ.

دواړو لورو توافق وکړ چې د سمپوزیم د ترسره کیدو به برخه کې باید د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ناروې کمیټې څخه یوه ګډه کاري کمیټه جوړه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۳:۰
Background image

د غزني د تخنیکي آمریت له ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د مجاهدینو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تعلیمي پروګرام له مخې، شاوخوا ۲۰۰ تنه مجاهدینو د غزني د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت له ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۵۰
Background image

د خوست د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت لخوا د سلګونو معلوماتي بروشورونو وېش

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، چې دوی د عامه پوهاوي د یوې برنامې په ترڅ کې او د خلکو د ذهنونو روښانولو په موخه، زر معلوماتي بروشورونه وېشلي دي. د تخنیکي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۴۲
Background image

د لغمان ولایت د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو ته د انګورو ښاخ پرې کولو د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د انګورو ښاخ پرې کولو زده‌کړه په عملي توګه ترسره شوه. د اړوندې څانګې استاد د انګورو د ښاخ‌ پرې کولو پر مهال، زده‌کوونکو ته د ښاخ‌ پرې کولو. . .

BACK TO NEWS